د سوداګرۍ خونه: تېر ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان د قالینو صادرات ډیر شوي 

0
454

نوموړي نن په کابل کې د قالین اوبدلو ملي نندارتون په پرانیست غونډه کې زیاته کړې ده چې قالینې د افغانانو هویت دی او په خبره یې، ۱۴۰۰ کال کې د قالینو اوبدلو صنعت د تېرو څو کلونو په پرته رشد کړی دی چې ورسره بهر ته د قالینو په صادراتو کې هم پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

(2022 / 3 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني رییس محمد یونس مومند ویلي چې تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې د تېرو څو کلونو په پرتله بهرنیو هېوادونو ته د افغان قالینو صادرات ډېر شوي دي.

نوموړي نن په کابل کې د قالین اوبدلو ملي نندارتون په پرانیست غونډه کې زیاته کړې ده چې قالینې د افغانانو هویت دی او په خبره یې، ۱۴۰۰ کال کې د قالینو اوبدلو صنعت د تېرو څو کلونو په پرته رشد کړی دی چې ورسره بهر ته د قالینو په صادراتو کې هم پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا، وړم ۱۳۹۹ لمریز کال کې افغانستان بهر ته ۳۰۹ زره متر مربع قالینې صادر کړې دي خو تېر کال دا کچه یو میلیون متر مربع ته لوړه شوې ده.

Leave a reply