یونیسف پۀ افغان والدینو غږ کړی چې خپل اولادونه د ښوونځیو پیل ته چمتو کړي

د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته په هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي د ماشومانو پر مخ تړلي پاتې وو چې په کور دننه او بهر یې د خلکو غبرګونونه را وپارول خو ا.ا ویلي چې دوی د نجونو او هلکانو له زده کړو سره ستونزه نه لري او ژر به ټول ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.
(2022 / 3 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په را رسېدو سره له افغان والدینو څخه غوښتي چې پر شرایطو برابر خپل ټول ماشومان د ښوونځیو پیلولو ته چمتو کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړی دی چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه به په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.