د دفاع وزیر ویلي چې کار اهل کار ته سپارل اسلامي امر دی؛ موږ ورته ژمن یو 

0
212

د دفاع وزیر ویلي چې کار اهل کار ته سپارل اسلامي امر دی؛ موږ ورته ژمن یو 

هغه د هرات له ۲۰۷ قول اردو څخه د لیدنې پر مهال زیاته کړې ده چې ا.ا له هیچا سره د قوم، سمت او ژبې پر بنسټ چلند نه کوي. د نوموړي په وینا، کار اهل کار ته سپارل کېدل یو اسلامي امر دی چې ا.ا دې امر ته ژمن دی او کارونه به اهل کار ته سپاري.

 

(2022 / 3 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد ویلي چې کار اهل کار ته سپارل له قومي، سمتي او ژبني توپیر پرته یو اسلامي امر دی چې دوی ورته ژمن دي.

هغه د هرات له ۲۰۷ قول اردو څخه د لیدنې پر مهال زیاته کړې ده چې ا.ا له هیچا سره د قوم، سمت او ژبې پر بنسټ چلند نه کوي. د نوموړي په وینا، کار اهل کار ته سپارل کېدل یو اسلامي امر دی چې ا.ا دې امر ته ژمن دی او کارونه به اهل کار ته سپاري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر خلکو شکایت کړی دی چې ا.ا په ادارو کې پخواني لوړپوړي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل هغه غړي چې په اړونده برخه کې مسلکي او لوړې زده کړې نه لري ګومارلي دي.

Leave a reply