پاکستان – امریکا اسلام آباد ته اړتیا نه لري

پاکستان – امریکا اسلام آباد ته اړتیا نه لري
طاهر خان همداراز وایي چې د عمران خان واکمن ګوند تر ۳۰ پورې غړیو له نوموړي لاره بیله کړې او داسې ښکاري چې د نوموړي پر وړاندې به د عدم اعتماد رایه ورکړي چې له دې سره به عمران خان اکثریت له لاسه ورکړي او له واک څخه به لیري شي.
(2022 / 3 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
لیکوال او سیاسي شنونکی طاهر خان له کابل نیوز سره مرکه کې ویلي چې اوس د عمران خان لخوا د امریکا په ګډون په غربي هیوادونو باندې نیوکې صرف د خلکو د احساساتو د پارولو او د امریکا ولسمشر بایډن لخوا له ده سره د تماس د نه نیولو له امله دي.
طاهر خان زیاتوي چې اوس امریکا پاکستان ته ضرورت نلري او بایډن د خپل واک له پیله عمران خان سره نه کومه لیدنه ترسره کړې او نه یې هم ورسره تلیفوني تماس نیولی.