د عمران خان واک ته خطر؛ ښايي پارلمان د باور رایه ورنکړي 

0
80

د عمران خان واک ته خطر؛ ښايي پارلمان د باور رایه ورنکړي 

دغه رایې اچونه د راتلونکې جمعې په ورځ کېږي او که پرېکړه وشي چې له عمران خان د باور رایه واخیستل شي، نو هغه به نور د پاکستان لومړی وزیر نه وي. بلخوا په پاکستان کې له عمران خان نارضایتي اوج ته رسېدلې ده او مخالف ګوندونه یې په دې باور دي چې هغه د چارو د مدیریت جوګه نه دی.

 

(2022 / 3 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د پاکستان پارلمان راتلونکو ورځو کې له عمران خان د باور رایې د اخیستو پر سر رایه اچونه کوي.

د پاکستان د پارلمان مشر وایي چې د عمران خان ګوند په پارلمان کې ډېرې څوکۍ له لاسه ورکړې دي او د هغه د ګوند ګڼو غړو له ده لاره بېله کړې ده.

دغه رایې اچونه د راتلونکې جمعې په ورځ کېږي او که پرېکړه وشي چې له عمران خان د باور رایه واخیستل شي، نو هغه به نور د پاکستان لومړی وزیر نه وي. بلخوا په پاکستان کې له عمران خان نارضایتي اوج ته رسېدلې ده او مخالف ګوندونه یې په دې باور دي چې هغه د چارو د مدیریت جوګه نه دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه بیا وار له مخه له عمران خان غوښتي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي او د پارلمان پرېکړې ته دې نه په تمه کېږي.

Leave a reply