امریکا پر عربستان د حوثیانو برید غندلی دی

0
65

امریکا پر عربستان د حوثیانو برید غندلی دی

سعودي عربستان وايي ددغه بریدونو ډېره برخه یې د هوایي دفاع په مرسته دفع شوي دي، خو لګېدلو توغندیو مالي زیانونه اړولي دي. امریکا دغه برید غندلی دی او د ورته بریدونو تکرار یې خطرناک بللی.

 

( 2022 / 3 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا او ملګرو ملتونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو برید غندلی دی.

حوثي یاغیانو په تازه اقدام کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه کړي دي.

سعودي عربستان وايي ددغه بریدونو ډېره برخه یې د هوایي دفاع په مرسته دفع شوي دي، خو لګېدلو توغندیو مالي زیانونه اړولي دي. امریکا دغه برید غندلی دی او د ورته بریدونو تکرار یې خطرناک بللی.

ملګري ملتونه هم وایي چې دغه ډول بریدونه باید ودرول شي او تمه لري چې د یمن او حوثیانو ترمنځ ژر تر ژره یو موقت اوربند رامنځ ته شي او جګړې ودرول شي.

Leave a reply