کورنی تولید؛ له پاکستان د سیمنټو واردات کم شوي دي

کورنی تولید؛ له پاکستان د سیمنټو واردات کم شوي دي
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت وایي چې په کور د ننه د سیمنټو په تولید کې ډېروالی ددې سبب شوی چې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ددغه ساختماني موادو واردات کم شي.
(2022 / 3 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان ته له پاکستان د سیمنټو وارداتو کې لوړه سلنه کموالی راغلی دی.
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت وایي چې په کور د ننه د سیمنټو په تولید کې ډېروالی ددې سبب شوی چې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ددغه ساختماني موادو واردات کم شي.
سرچینه وایي چې افغانستان اوس پخپله دومره سیمنټ تولیدولی شي چې اړتیاوې پوره کړي نو له همدې امله یې له پاکستان په صادراتو کې کموالی راغلی دی.
پاکستاني لوری بیا وایي چې په افغانستان کې سیمنټو ته اړتیا کمه شوې ده نو له همدې امله یې دغه هېواد ته صادرات کم شوي چې سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.






