ملګري ملتونه: د دایمي سولې او ثبات لپاره به مو هڅې روانې وي

0
103

ملګري ملتونه: د دایمي سولې او ثبات لپاره به مو هڅې روانې وي

په دې لیدنه کې همدا راز په نوي کال کې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستل کېدو خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې زده کړې او تعلیم د روښانه راتلونکې لپاره خورا مهم دي او په لار کې باید ټول خنډونه له منځه یوړل شي.

(2022 / 3 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه خدماتو خبرې شوې دي.

ښاغلي کرزي ویلي چې افغانستان د ستونزو دایمي حللارې ته اړتیا لري او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

Leave a reply