راین کراکر: د امریکا له وېرې نوی حکومت څوک په رسمیت نه پېژني

0
91

راین کراکر: د امریکا له وېرې نوی حکومت څوک په رسمیت نه پېژني

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په تازه مرکه کې ویلي د افغانستان ځينې ګاونډي او د سیمې ځينې هېوادونه دې ته لېواله دي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو په خبره یې دوی د امریکا له وېرې دا کار نه شي کولی.

 

(2022 / 3 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سیمې هېوادونه د امریکا له وېرې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه پېژني.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په تازه مرکه کې ویلي د افغانستان ځينې ګاونډي او د سیمې ځينې هېوادونه دې ته لېواله دي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو په خبره یې دوی د امریکا له وېرې دا کار نه شي کولی.

کراکر وایي د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لا ډېرو هڅو او اقداماتو ته اړتیا لري او تر هغه یې چې امریکا په رسمیت و نه پېژني د سیمې یو هېواد به هم دغه ډول اقدام ترسره نه کړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې که د سیمې هېوادونه د امریکا له خوښې پرته د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پېژني، نو ښایي له بندیزونو سره مخ شي.

دغه پخوانی امریکايي ديپلومات داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت د رسمیت پېژندل کېدو په لټه کې دی او له نړیوالو غواړي چې د افغانانو انتخاب ته درناوی وکړي.

Leave a reply