د پي ټي آیی څخه واپس تللي غړیو بیا رابطه کړې ده: اسد عمر

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د پي ټي آئي څلور، پینځه مخالف غړي د بیا واپس راتلو لپاره د کابينې سره اړیکه نیولې ده.
د تفصيلاتو ترمخه د اتوار په ورځ د يو شخصي ټي وي سره خبرو كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر اوويل چې د ووټ اچولو نه وړاندې هر چا ته هم كوم خيال راتلې شي۔ هغه وويل منحرف غړي بايد په خپلو پرېکړو له سره غور وکړي ، هغه زیاته کړه چې مونږ سره قانوني لاره شته دې چې ددوی په ضد کار وکړو.
اسد عمر وویل چې د آرټیکل 63A لاندې درخواست جمع کولو سره به د نوټونو سیاست دفن شي، هغه اوویل چې د ووټونو خرڅونکي دې د ټول عمر لپاره نااهل وګرځول شي .

Leave a reply