قبایلي ځوانانو،زده کوونکو هروخت د پاکستان نامه روښانه کړې: ډاکټر نورالحق قادري

0
139

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې په جمرود تحصیل کې د غنډي سخي پل په نیوایج پبلک سکول برانچ نمبر 2 کې د کلنۍ نتیجو په مناسبت یوه دستورده ترسره شوه.
ددې غونډې مشر مېلمه د مذهبي چارو وفاقي وزير پير ډاکټر نورالحق قادري وو.
غونډې ته په وينا کې وفاقي وزير پير نورالحق قادري وويل چې په قبايلي زده کوونکو کې د استعداد کومه کمي نشته، هغه زیاته کړه چې قبایلي سیمو ځوانانو او زده کوونکو د پاکستان نوم په نړۍ کې روښانه کړې دې چې دا زمونږ لپاره د ویاړ ځای دې .
په دې موقع د وفاقي وزير صلاحكار حاجي امير محمد خان آفريدي، ناظم اسلام الدين آفريدي، مولانا ربنواز جنيدي، فدا محمد، عبدالمناف او نور د سیمې مشران هم موجود وو۔
د مذهبی چارو وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری پوزیشن اخستونکی زده کوونکو لپاره د پنځوس زره روپو اعلان هم اوکړو.

Leave a reply