د عمران خان په هڅو په ریکوډک مقدمه کې په پاکستان ۱۱ ملیارده ډالر جرمانه معاف شوې ده:میډیا رپورټ

باغی ټي وي رپورټ
د ريکوډک په قضيه کې د پاکستان ستر برياليتوب ، د پاکستان د اسلامي جمهوريت د لومړي وزير عمران خان د هڅو په پايله کې د ۱۱ مليارده ډالرو جرمانه معاف شوې ده او هم دغه شرکت به هم په پاکستان کې د لس ملياردو ډالرو پانګونه وکړي.
د مذهبي امور وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري په خپل ټولنیزو رسنیو یو د یو ټي وي رپورټ خپور کړې دې.
په رپورټ کې وایی چې د عمران خان په کوششونو سره په ریکوډک مقدمه کې پاکستان بریالۍ شوې دې او د عمران خان په هڅو سره د پاکستان ۱۱ ملیارده ډالره جرمانه معاف کړې شوې ده، په رپورټ کې زیاتوي چې وس به هم د کمپني پاکستان کې په بلوچستان کې د سرو زرو او تانبې په معدن کې ۱۰ ملیارده ډالره سرمایه کاري وکړي چې له وجهې ی به په پاکستان کې په زرګونو کسان په روزګار شي.
په رپورټ کې زیاتوي چې عمران خان قوم له زیرې ورکړې دې چې دې سره به په پاکستان کې ۸ اته زره کسان په دندو ولګوي چې دې سره به په ملک کې بې روزګاري ستونزه هم هواره شي.
https://fb.watch/bT8QUL-vWw/





