د پیښور پولیس د نشه ی تو کو قاچاق کوونکو په ضد کاروایی کړې

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د کيپيټل سټي پوليس لخوا د نشه اي توکو قاچاق وړونکي نيول شوي دي۔
د ايس ايس پي اپريشن هارون رشيد دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د آیس نشه ی توکو سمګلنګ کوشش ناکامه کړے شوے دے۔
د پولیس له لوري جاري شوي یو بیان مطابق په پېښور کې نورو سیمو ته د آیس نشې د قاچاق هڅه ناکامه شوه او دوه ملزمان ی د د معلوماتو پر اساس ونیول .
د بیان مطابق يو تورن تن د خيبر ضلعې او بل د پېښور اوسېدونکی دی ، دواړو شکمنو کسانو هڅه کوله چې د موټر له لارې آیس قاچاق کړي.
په دغو عملياتو کې څلور کيلوګرامه آیس ترلاسه شوي دي او د تورن کسانو څخه له بېلابېلو زاویو څخه پوښتنې پیل شوي دی.
د بیان مطابق د عملیات د پهاړي پوره پولیسو له خوا ترسره شول.






