حکومت د عدم اعتماد تحریک په اړه بهانې لټوي: پخوانۍ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن سينئر نائب صدر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د عدم اعتماد تحريک جمهوري او آئيني حق دے.
اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې شاهد خاقان عباسي وويل چې په هېواد کې سياسي، جمهوري او پارليماني عمل بايد د اساسي قانون مطابق وي، حکومت د اساسي قانون، جمهوري ارزښتونو او پارلمان پروا نه لري.
عباسي اوویل چې د قامي اسمبلۍ غونډه په 14 ورځو کې ی را و نه غوښتله چې دا ثابته شوه چې دوی به یوه بهانه لټوي.
شاهد خاقان عباسي وويل چې د بې اعتمادي تحریک نه شي ختمېداى، هغه اوویل چې حکومت باید دې سره مخ شي، څوک چې له عمران خان څخه انحراف کوي، هغه څوک وو چې عمران خان ته يې واک ورکړې وو.
عباسی اوویل چې وس د کانټينر سياست دوره ختم شوې دې ، دا د سېنېټ انتخابات نه دي او نه د جی بی ټاکنې دي چرته چې پیسې وکارول شوه.