بلاول بهټور زرداري وایی د آیین څخه د سرغړونې په ضد به عدالت ته لاړ شي
باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې په څوارلسو ورځو کښې د اسمبلۍ نه رابلل غير آئيني دي مونږ به د آئين خلاف ورزي لپاره عدالت ته رجوع کوو۔
اسلام اباد کې خبري غونډې ته دوينا په مهال بلاول وويل بزدل کپتان د عدم اعتماد رايې څخه تښتي، کپتان چې ګټونکي وي هغه نه تښتي، مونږ د آئين په سرغړونې سپريم کورټ ته ځو. د سپیکر په ضد به د متحده اپوزیشن په متفقه فیصلې عمل کوو.
بلاول وويل مونږ به هيچا ته اجازه نه ورکوو چې د ولس له برخليک سره لوبې وکړي، عمران خان له جمهوري بهير څخه د تيښتې هڅه کوي، دوی هڅه کوي چې ادارې نیوټرل نه وي، هغه اوویل چې دوی غواړي چې هېواد کې قانوني او آییني بحران پیدا کړي.
هغه زیاته کړه چې مونږ غواړو چې هره اداره دې په خپلو آئيني حدودو کې کار وکړي، که کومه اداره په خپل آئيني حدودو کې کار نه کوي نو باید نيوکې دې وکړي، وزيراعظم نیوټرل ته ځناور ولي دي او تر نن ورځ پورې يې بښنه نه ده غوښتې.