جنوبی کوریا ویلي چې شمالي کوریا یو ځل بیا څلور توغندي آزمویلي 

0
102

جنوبی کوریا ویلي چې شمالي کوریا یو ځل بیا څلور توغندي آزمویلي 

جنوبي کوریا ټینګار کړی دی چې دوی په تیارسی حالت کې دي او وضعیت له نږدې څاري. امریکا چې هر ځل یې د شمالي کوریا له لوري ترسره شوي ورته اقدامات غندلي دي تر اوسه پورې یې په دې تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

 

( 2022 / 3 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جنوبي کوریا چارواکو ادعا کړې ده چې شمالي کوریا نن یو ځل بیا څلور توغندي ازمویلي دي.

چارواکو ویلي چې شمالي کوریا دا توغندي د ژېړي بحیرې پر لور توغولي دي. یونهاپ اژانس د جنوبي کوریا د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې شمالي کوریا په یو ساعت کې شاوخوا څلور توغندي د ژېړې بحیرې پر لور توغولي دي.

دوی ویلي چې تر اوسه پورې د یادو توغندیو نوعیت څرګند نه دی خو وایي چې د شمالي کوریا دې اقداماتو اندېښمن کړي دي.

جنوبي کوریا ټینګار کړی دی چې دوی په تیارسی حالت کې دي او وضعیت له نږدې څاري. امریکا چې هر ځل یې د شمالي کوریا له لوري ترسره شوي ورته اقدامات غندلي دي تر اوسه پورې یې په دې تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

Leave a reply