ا.ا: داعش د امریکا پروژه وه؛ د اشغال لۀ ختمېدو سره سم لۀ منځه تللي 

0
178

ا.ا: داعش د امریکا پروژه وه؛ د اشغال لۀ ختمېدو سره سم لۀ منځه تللي 

د یادونې ده چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مکنزي ویلي وو چې داعش په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده او ممکن په راتلونکي کې پر امریکا او متحدینو یې بریدونه هم وکړي.

 

(2022 / 3 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا یو تن ویاند په افغانستان کې د داعش ډلې د پراختیا په اړه د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان څرګندونې رد کړې دي.

ډاکتر نعیم د جنرال کنټ مکنزي څرګندونې د استخباراتي پروپاګند تر څنک یادې ډلې ته یو ډول کمپاین بللی دی.

هغه دغه ډله د اشغالګرو (امریکا) یوه استخباراتي پروژه بللې ده چې په خبره یې د اشغال له ختمېدو سره په بشپړ ډول له منځه تللې ده او اوس مهال دا ډله د هیواد په هيڅ ګوټ کې فزیکي حضور نه لري.

نعیم څرګنده کړې ده چې دوی خپل ملت، ګاونډ او نړۍ ته ډاډ ورکوي، چې داعش ډله نور په افغانستان کې کومه د اندیښنې وړ موضوع نه ده.

د یادونې ده چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مکنزي ویلي وو چې داعش په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده او ممکن په راتلونکي کې پر امریکا او متحدینو یې بریدونه هم وکړي.

Leave a reply