کندهار کې د وسلو د قاچاق پۀ تور دوه تنه نیول شوي

0
86

کندهار کې د وسلو د قاچاق پۀ تور دوه تنه نیول شوي 

چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان یې د لا ډېرو څېړنو لپاره زندان ته لېږلي او پوښتنې ګروېږنې ځینې پیل شوې دي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې په پکتیا کې هم پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي وو.

(2022 / 3 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کندهار ولایت سیمه ییزو امنیتي مسوولینو ویلي چې په دغه ولایت کې یې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي.

د کندهار د البدر قول اردو چارواکو زیاته کړې ده چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۶ میله امریکایي وسلې، دوه درازنوف، شپږ روسي وسلې او ۲۰ زره ګولۍ هم تر لاسه شوې دي.

Leave a reply