ذ،م: نوروز پۀ رسمي ډول نۀ لمانځو؛ خو که خلک یې لمانځي ممناعت یې نکوو

ذ،م: نوروز پۀ رسمي ډول نۀ لمانځو؛ خو که خلک یې لمانځي ممناعت یې نکوو
هغه زیاته کړې ده چې دوی د میلیمنو د ښه راغلاست لپاره هم پوره چمتووالی نیولي دي. همداراز د بلخ امنیتي مسوولینو هم هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې له هر ډول امنیتي ویرې پرته بلخ ته سفر کولی شي.
(2022 / 3 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ا.ا له لوري د نوروز جشن پر لمانځنه هیڅ بندیز نشته دی خو په خبره یې، له دې امله چې دا جشن په اسلام کې ځای نه لري نو د دولت په کچه نه لمانځل کېږي.
په ورته وخت کې د مزار شریف ښاروال ویلي چې دوی د نوروز جشن لپاره خپل تدابیر نیولي دي او حضرت علي ته منسوب زیارت یې په څراغونو ښکلی کړی دی.
هغه زیاته کړې ده چې دوی د میلیمنو د ښه راغلاست لپاره هم پوره چمتووالی نیولي دي. همداراز د بلخ امنیتي مسوولینو هم هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې له هر ډول امنیتي ویرې پرته بلخ ته سفر کولی شي.





