پاکستان کې د پوځ د وسلو په ډیپو کې چاودنه شوې

پاکستان کې د پوځ د وسلو په ډیپو کې چاودنه شوې
د پاکستان پوځ د یادې چاودنې د پخلي ترڅنګ په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د وسله والو ځواکونو په یو ډيپو کې شوې چاودنې مرګ ژوبله نه ده اړولې خو نور زیانونه یې تر شا پرې اښي دي.
(2022 / 3 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان کې د پوځیانو د وسلو په یو ډیپو کې چاودنه شوې ده.
د پاکستان پوځ د یادې چاودنې د پخلي ترڅنګ په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د وسله والو ځواکونو په یو ډيپو کې شوې چاودنې مرګ ژوبله نه ده اړولې خو نور زیانونه یې تر شا پرې اښي دي.
پوځ زیاته کړې ده چې دا چاودنه د سیالکوټ پوځي اډې په منځ کې د وسلو په ډیپو کې د اور لګېدنې له امله رامنځته شوې ده.
پوځ څرګنده کړې ده چې اور یې ژر کنټرول کړی دی. بلخوا عیني شاهدانو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې اورلګېدنه تر چاودنې وروسته را منځته شوې ده.






