د ترین ګروپ په اړه مهم خبر مخې ته راغلې

فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
د ترين ډلې د حکومتي چارواکو سره د ملاقات په اړه یوه مهمهه دننه قیصه مخې ته راغلې ده چې پکې د ترين ډلې يو ځل بيا د پنجاب د وزيراعلي عثمان بزدار د بدلولو غوښتنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې چې د پنجاب د پوهنې د وزير مراد راس په مشرۍ يوه حکومتي ټيم غړو له ترين ګروپ سره خبرې کړې دي.
د ترين ډلې ۱۷ کسيزه اسمبلۍ حکومت ته د تحفظاتو يو اوږد فهرست وړاندې کړی چې پکې ويل شوي چې پي ټي ایی ګوند نه پرېږدي خو د عثمان بزدار د ګوښه کولو او لرې کولو غوښتنه يې کړې ده.
دسرچينو ترمخه حکومتي ټيم وزيراعظم عمران خان يا وزيراعلي عثمان بزدار سره د ليدنې وړانديز هم کړى دى.
سرچينې وائي حکومتي مذاکراتي ټيم وزيراعظم او د پنجاب وزيراعلي ته هم د ترین ګروپ د غوښتنو په اړه معلومات ورکړي دي او دوی ی د ترین ګروپ د غوښتنو څخه خبر کړي دي.






