د او آیی سي غونډې په اړه د بلاول ګواښ ته شیخ رشید ځواب ویلې دې

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید ګواښ کړی چې د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري ته دده د OIC غونډې ته د اجازت نه ورکول په اړه ګواښ ته ځوابي ګواښ ویلې دې.
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې شيخ رشيد د بلاول بهټو زرداري د ګواښ په ځواب کې وئيلي دي چې د ذمه دارانو څخه بلاول ته فون وکړې شو او هغه پر چوپ او خاموش شو.
شيخ رشيد بلاول بهټو ته وړوکې ماشوم او شهباز شريف د سینیر په نامه ياد کړ او ويې ويل چې که څوک د او آئي سي په غونډه کې د نه کولو لپاره مداخلت وکړي نو ددوی نو چيغې به اسمان ته ورسېږي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې بلاول ګواښ کړې وو چې که د پاکستان پیپلز پارټۍ غوښتنې و نه منل شی نو دوی به اوګوري چې په اسلام آباد کې د او ایی سي غونډه څنګه کوي.

Leave a reply