د قامي اسمبلۍ غونډه په ۲۵ مارچ رابلل شوې

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د اپوزېشن په بلنه د مارچ په ۲۵مه د قومي اسمبلۍ غونډه رابللې شوې ده.
دسرچينو ترمخه دقومي اسمبلۍ غونډه رابللو فيصله دسپيکر اسد قيصر په کور کې ترسره شوې غونډه کې شوې ده.
د قومي اسمبلۍ غونډه د رابللو رسمي نوټيفيکيشن چې د مارچ ۲۵ مه نېټه پکې لیکل شوې، هم جاري کړی شوې دې.
د قومي اسمبلۍ غونډه به د مارچ په ۲۵ نېټه د جمعې په ورځ سهار ۱۱ بجې په پارليمنټ هاؤس كښې كېږي۔
د اپوزيشن د قومي اسمبلۍ د غونډې د رابللو ۱۴ ورځنۍ آئيني موده د مارچ په ۲۱ مه ختمېږي.خو د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د او آئي سي د غونډې له امله د مارچ په ٢٥مه د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې شوې ده.




