افغانستان څخه تللي؛ امریکایي عسکر فلوریډا کې څلور کسان وژلي

افغانستان څخه تللي؛ امریکایي عسکر فلوریډا کې څلور کسان وژلي
امریکا کې د وسله والو بریدونو پر دوام نن د دغه هېواد په فلوریډا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
(2021 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
امریکا کې د وسله والو بریدونو پر دوام نن د دغه هېواد په فلوریډا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. امریکایي چارواکو ویلي چې دا برید هغه کس کړی دی چې په افغانستان او عراق کې یې جګړه کړې وه او اوس په کور ناست و. راپورونه وایي چې په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی چې د خپلې مور په غېږ کې یې ساه ورکړې ده. نوموړی چې مرمۍ ضد واسکټ یې هم پر تن و، د پولیسو له لوري نیول شوی دی او اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی. تر اوسه د پېښې انګېزه روښانه نه ده.





