ډاکټر نورالحق قادري عمران خان ته مهم خط لیکلي دې

0
119

باغی ټي وي رپورټ
د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د وزيراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې ده چې د روژې په مياشت کې دې په ټیلیویژن د لوبو په پروګرامونو بنديز ولګول شي.
نورالحق قادري وزیراعظم عمران خان ته ددې په اړه یو خط لیکلی چې پکې یې د روژې د میاشتي د نشریاتو په اړه مهمه غوښتنه کړې ده.

د مذهبي چارو وزارت لخوا په سوشل ميډيا شريک شوي خط کې د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د رمضان نشراتو په اړه د خلکو شکايتونو نه پس وزيراعظم عمران خان ته د رمضان نشریاتو لپاره شپږ لارښود اصول لېږلي دي.
د مذهبي چارو د وزير له لوري په ليکل شوي مکتوب کې داسې بیان شوي دي چې د روژې په مياشت کې په ټولنه کې د ديني او مسلکي هماهنګۍ پياوړتيا بايد د روژې د خپرونو لومړيتوب وګرځي، په خط کې دا هم لیکل شوي دي چې په روژه کې دې په ټي وي خپرونو کې له اختلافي موضوعاتو او مسلکي بحثونو ډډه وشي .

Leave a reply