یونسیف: افغانستان کې یو میلیون ماشومان کار کولو ته اړ شوي دي

0
220

یونسیف: افغانستان کې یو میلیون ماشومان کار کولو ته اړ شوي دي

سرچینه کاږي چې د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې شاوخوا اتیا سلنه وګړو خپل عاید له لاسه ورکړی دی او اړ شوي چې په ماشومانو کار وکړي. سرچینه کاږي چې دمګړی په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ان یو میلیون کسانو ته رسېږي.

 

(2022 / 3 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یونیسف وايي افغانستان د ماشومانو لپاره ناوړه هېواد دی. د یونسیف په یوه راپور کې راغلي چې د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت د ماشومانو پر ژوند خورا ناوړه اغېز کړی دی.

سرچینه کاږي چې د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې شاوخوا اتیا سلنه وګړو خپل عاید له لاسه ورکړی دی او اړ شوي چې په ماشومانو کار وکړي. سرچینه کاږي چې دمګړی په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ان یو میلیون کسانو ته رسېږي.

دغه ادارې ویلي چې خوارځواکي او لوږه هم هغه څه دي چې افغانستان یې د ماشومانو لپاره په ناوړه ځای بدل کړی دی. یونسیف تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده، خو افغان حکومت وایي چې دوی خیریه موسسو او ټولو هغو بنسټونو ته د فعالیت زمینه برابره کړې چې وکړی شي له افغان ماشومانو سره مرسته وکړي او د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

Leave a reply