کانونو وزارت: د مس عینک استخراج به ډېر ژر پیل شي
کانونو وزارت: د مس عینک استخراج به ډېر ژر پیل شي
د مس عینک کان په نړۍ کې د مسو له سترو کانونو ګڼل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې د استخراج هوکړه له چینایي شرکت سره لاسلیک شوې ده، خو تر دې دمه یې استخراج د امنیتي ستونزو له امله نه و پيل شوی.
(2022 / 3 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ رايور
افغان حکومت وایي ژر به د مس عینک د استخراج چارې پيل شي.
د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکو ویلي چې د مس عینک د استخراج له چینایي شرکت سره یې خبرې کړې دي او دغه شرکت ژمنه کړې چې ژر به ددغه کان د استخراج چارې پيلوي.
افغان چارواکي دغه راز وایي چې د روانې میاشتې په پای کې به دغه چینایي شرکت په افغانستان کې خپل دفتر پرانیزي او تر هغه وروسته به د کان د استخراج پر لارو چارو خبرې کوي.
د مس عینک کان په نړۍ کې د مسو له سترو کانونو ګڼل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې د استخراج هوکړه له چینایي شرکت سره لاسلیک شوې ده، خو تر دې دمه یې استخراج د امنیتي ستونزو له امله نه و پيل شوی.
اوس چینايي شرکت وایي چې ددغه کان د استخراج لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.