جاپان او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

0
90

جاپان او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

هندي او جاپاني لوري ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د دوی هڅې ادامه لري او هڅه کوي له دغه هېواد سره په دې سختو شرایطو کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

 

(2022 / 3 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

جاپان او هند ټینګار کړی چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د جاپان لومړی وزیر فومیو کېشیدا هند ته تللی و او هلته یې له خپل هندي سیال نریندا مودي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مورادو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي.

هندي او جاپاني لوري ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د دوی هڅې ادامه لري او هڅه کوي له دغه هېواد سره په دې سختو شرایطو کې خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

دوی ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او دوی به تر هغه هڅه کوي چې افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي. جاپاني او هندي لوري ویلي چې تر دې دمه یې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ادامه ورکړې ده او دا لړۍ به دوام کوي.

Leave a reply