اتحادي ګوندونه عمران خان سره دي: طیبه بتول

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د عدم اعتماد د تحريک نتيجې مخې ته راتلو سره به اپوزيشن ولړزيږي، اتحادي ګوندونه د عمران خان سره دي، پاکستانې اولس وس بیدار شوې دې، عدم اعتماد د پاکستان په حق کې نه دې. طیبه بتول.
دا خبرې د پاکستان تحریک انصاف مشرې طیبه بتول رسنیو سره په خبرو اترو کې کړي دي. د پاکستان تحريک انصاف غړې طيبه بتول اوویل چې د پاکستان اولس وس پوهه شوي دي او اوس د غلو حکومت نه مني، هغې زیاته کړه چې وس اتحادي ګوندونه په عمران خان او پاکستان تحريک انصاف پوره باور لري، وې ویل چې عدم اعتماد راتلو سره به د اپوزیشن خوب حرام شي.
طيبه بتول وويل متحد اپوزيشن د غلو يوه ډله ده اووس ددوی د تيښتې هيڅ کومه لار نشته، هغې وويل د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک د پي ټي آئي په کارکنانو کې نوې ساه اچولې ده.
بتول اوویل او د پي ټي آئي له کارکنانو څخه ی هم غوښتنه وكړه چې د جلسې د كاميابۍ لپاره دې په لويه شمېره كښې ګډون وكړي۔ طيبه بتول وويل غله د پي ټي ائي په ضد متحد شوي دي، او ډیر زر به دوی یو بل ته د غلو لقب ورکړي، هغې زیاته کړه چې پاکستانۍ اولس دې ددې غلو څخه خبر وس او ځانونه دې ددې غلو څخه لرې وساتي.
طیبه بتول اوویل که د عدم اعتماد تحریک کامیاب شي نو دا به د بهرنۍ ایجنډې کامیابي او د پاکستاني اولس ناکامي وي.
هغې اوویل چې د عدم اعتماد کامیابیدو سره به نړۍ ته د پاکستان منفي څېره ښکاره شي، هغې زیاته کړه چې ملکي استخباراتي ادارې دې په دې اړه پلټنه وکړي او په دې تحریک کې د ککړو کسانو پر ضد دې مقدمې درج کړي چې په دولت سره د سياست اخيستلو دا لړۍ بنده شي.

Leave a reply