منصور احمد خان په کابل کښې د ملل متحده چارواکي سره کتلي

0
90

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د ملل متحده یو لوړ پوړي چارواکي سره لیدنه کړې، په دې اهم ملاقات کښې د افغانستان وګړو سره په مرستو کولو ټینګار شوې دې.

منصور احمد خان په خپل ټویټر پانړه لیکي چې د اقوام متحده د بشري چارو ادارې یو مشر مارټن ګرفټن سره ی په افغانستان کښې د ځپلي افغان قام سره د مرستو په اړه خبرې کړي دي.
نوموړی لیکي چې د افغانستان هیواد سره د مالي مرستو ورکولو په لړ کښې د پاکستان او د ملل متحده په شریکه کار او یو بل سره په مدد کولو باندې خبرې وشوې.
یاده دې وی چې پاکستان سفارتخانه په کابل کښې نه ده تړل شوې او نن هم هغه افغانان چې د پاکستان هیواد ته د علاج لپاره راځي،ویزا ورکولې شي چې په پاکستان کښې علاج وکړي.
د پاکستان هیواد دغه انساني مرسته افغانانو په ښو ټکو کښې ستایلې ده.

Leave a reply