ایم این اې اقبال آفریدی او سوالزر خان آفریدي ترمینځ شخړه ختمه شوې

0
120

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د باړه تحصیل دې ایې اې ۴۴ څخه منتخب ایم این اے اقبال آفریدی او د باړه پخوانی ایس ایچ او سوازار خان آفریدی تر مینځ اختلافات ختم شوی دی، په شخړه ختمیدو کې وفاقي وزیر نورالحق قادري پلویانو امیرخان آفریدي ،ایم پي اې شفیق آفریدي، د برقمبر خيل مشر نياز ګل افریدي مهم رول ولوبولو.
د یاد مشرنو د هلو ځلو په وجه د دواړو ترمينځه تاو تريخوالي ختم شو او ډي پي او خيبر محمد عمران او ايس ايچ او اکبر آفريدي هم په دې ستونزه هوارولو کې مهمه رول ولوبول.
د روغې جوړې په اړه تابیا شوې دستورې ته وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري په خپله وینا کې د یادو مشران ستاینه وکړه چې دوی په ډیره ښه توګه د دوی مشرانو ترمینځ روانه شخړه هواره کړه.
د یادونې ده چې په تیرکال د دسمبر په میاشت کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د ايم اين اے اقبال آفريدي او پخواني ايس ايچ او سوالزر خان ترمينځ شخړه را اوچته شوي وه کومه کښي چي د یاد مشرانو د مثبت رول په وجه ختم شوه او ددواړو ترمينځه روغه جوړه شوي ده۔
په دې لړ کښې په پيښور حيات آبادکې ايم اين اے اقبال آفريدي په کور کښې يوه دستوره ترسره شوه چې پکښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري، ايم پي اے محمد شفيق آفريدي، ډي پي او خيبر محمد عمران، د وفاقي وزير صلاح کار حاجي امير محمد خان آفريدي او نورو مشرانو ګډون اوکړو۔

Leave a reply