عمران خان به بریالۍ شي: ډاکټر نورالحق قادري

0
203

باغی ټي وي رپورټ
د مذهبي امورو وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري په یو بیان کې ویلي دي چې عمران خان په بریالۍ شي.

رسنیو سره په خبرو کې د پي ټي آي منحرف غړیو او د موجوده ملکی سیاست په اړه هغه اوویل چې نن سبا په ملک کې هارس ټریډنګ نه بلکه ډنکي ټریډنګ روان دې او دې ته زه ډنکي ټریډنګ وایم .
هغه وایی چې د عدم اعتماد په کامیابۍ او ناکامۍ کې به عمران خان بریالۍ وی. وفاقي وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې اوویل چې داسې خلق او غړي په پیپلز پارټۍ ،پاکستان مسلم لیګ ن او د جمعیت علمای اسلام ف په ګوندونو کې هم شته چې دوی د خپلو مشرانو او ګوندونو څخه مطمین نه دي. نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړیو په اخستلو او خرڅولو یقین نه ساتي.

Leave a reply