عمران خان د منحرف غړو په ضد مهمه پریکړه اعلان کړې

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د منحرف غړو په ضد د احتجاج کول کال ورکړې دې.
خپل یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي دې چې که د پارلیمنټ غړی په پیسو د بل چا سره لاړ شي نو احتجاج د خلکو فرض دی.
وزيراعظم خپلو خلکو ته وويل چې خلک لږ جذباتي شوي او سنده هاوس ته رسيدلي دي، په جمهوريت کې پرامن احتجاج د هر چا حق دى.
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د پي ټي آئي کارکنانو د قومي اسمبلۍ غړو سره په سنده هاؤس باندې حمله کړې وه چې پکښې د پي ټي آئي کارکنانو د سنده هاؤس دروازې ماتي کړې وې او ورننوتي وو او ورانکاري يې هم کړې وه۔
د جیو نیوز رپورټ مطابق ، د پاکستان اټارني جنرل خالد جاويد جان وزيراعظم عمران خان سره ټيليفوني خبرې کړي او هغه ته يې د سندهه هاؤس په شان پيښې د بيا نه تکراريدو هدايات کړي دي.





