کورنیو چارو وزارت: د پولیسو اکاډمۍ درسونه د وري میاشتې په شپږمه پیلېږي

کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په شپږمه نیټه به د دغې اکاډمۍ د پنځه ګونو پوهنځیو د دویمو او درېیمو ټولګیو زده کړې پیل شي.
(2022 / 3 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په شپږمه نیټه به د دغې اکاډمۍ د پنځه ګونو پوهنځیو د دویمو او درېیمو ټولګیو زده کړې پیل شي.
په خبرتیا کې ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکړل شوی دی چې د راتلونکې حمل میاشتې په شپږمه نېټه دې د خپلو درسونو د پیل په موخه د ملي پولیسو اکاډمۍ ته ورشي.
د یادونې ده چې د پولیسو د ملي اکاډمۍ درسونه واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ځنډول شوي وو خو اوس تازه یې د پیلېدو خبر ورکړل شوی دی.