د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا پر روسیې د جګړې د درېدو غږ کړی
د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا پر روسیې د جګړې د درېدو غږ کړی
د یادونې ده چې روسي پوځیانو د اوکراین په څو ښارونو کې د پرمختګ عملیات جاري ساتلي دي او ان په پلازمېنه کېیف کې یې هم له اوکرایني پوځیانو سره درنه جګړه راونه ده.
(2022 / 3 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې یو ځل بیا پر روسیې غږ کړی دی چې جګړه ودروي.
هغه خبرداری ورکړی دی چې که چېرته روسیه له بریدونو لاس وانخلي نو راتلونکي څو نسلونه به یې د دغې تېروتنې تاوان پرې کړي.
نوموړي زیاته کړې ده چې روسیه هم خبرې پر مخ وړي او هم یې جګړې ته زور ورکړی دی.
زلنسکې ویلي چې روسیه به هیڅکله د زور له لارې خپلې موخې ته ونه رسېږي.
د یادونې ده چې روسي پوځیانو د اوکراین په څو ښارونو کې د پرمختګ عملیات جاري ساتلي دي او ان په پلازمېنه کېیف کې یې هم له اوکرایني پوځیانو سره درنه جګړه راونه ده.