عمران خان نه مې کله هم د استعفی غوښتنه نه ده کړې: نجیب هارون

0
190

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکی غړی نجیب هارون وايي، هېڅکله یې د عمران خان د استعفا غوښتنه نه ده کړې.
د پي ټي ائي د قومي اسمبلۍ غړي نجيب هارون وويل، ما ورته ویلي وو چې عمران خان دې له خپل ټيم څخه بل څوک کانديد کړي، عمران خان بايد داسې کس ونوموي چې ټولو ته د منلو وړ وي او هغه نور کسان هم پي ټي آیی ته راولي.
نجیب هارون زیاته کړه چې عمران خان له ۲۶ کلونو راهیسې زما مشر دی، زه د تحریک انصاف له پیل راهیسې له عمران خان او ګوند سره ولاړ یم.
نوموړی اوویل چې کله چې په کور کې اور بل شي نو د ټولو قیمتي څیز باید وژغورل شی او هغه عمران خان دې.
هغه اوویل او زیاته ی کړه چې عمران خان باید داسې تن ونوموي چې د پاتې وخت حکومت پوره کړي.

Leave a reply