بلاول بهټو ګواښ کړې چې مونږ ګورو چې په اسلام آباد کې د او آیی سي غونډه څنګه کوي؟

0
134

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي که چرې د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د ګل په ورځ د عدم اعتماد تحريک وړاندې نه کړي نو مونږ به د ايوان نه پورته نه شو او وبه ګورو چې د او آئي سي کانفرنس څنګه کوي.

متحده اپوزيشن د ګل په ورځ په ايوان كښې د عدم اعتماد تحريک نه وړاندې كولو په صورت كښې په ايوان كښې د احتجاجي پرلت پیل کولو اعلان وكړو۔
د متحده اپوزيشن لخوا د غونډې وروستو ميډيا سره خبرو كښې بلاول اوويل چې که سپيكر غير جمهوري سوچ اختيار كړو نو زه به ټول اپوزيشن او پارټۍ راضي کړم، که د ګل په ورځ د ناباوري تحریک وړاندې نه شی نو مونږ به د ایوان څخه پا نه څو او وبه ګورو چې تاسو د او آئي سي كنفرنس څنګه كوئ؟ مونږ به ترهغه پورې د ایوان څخه لاړ نه شوی چې مونږ ته زمونږ حق نه وي ورکړل شوی.

Leave a reply