د چین ولسمشر: موږ مسوول یو چې نړیوال امنیت له ګواښه وژغورو

0
161

د چین ولسمشر: موږ مسوول یو چې نړیوال امنیت له ګواښه وژغورو

په ورته وخت کې جو بايډن په خپلو خبرو کې يو ځل بيا ویلي، چې امريکا د نوې سړې جګړې په لټه کې نه ده، د چين د نظام بدلون نه غواړي، د متحدو اړيکو د پياوړتيا له لارې له چين سره مخالفت نه غواړي، د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ نه کوي او نه هم له چين سره د مقابلې نيت لري.

(2022 / 3 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپل امریکایي سیال جوبایډن سره انلاین خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو د چین او امریکا ترمنځ پر اړیکو او دغه راز د اوکراین پر جګړې خبرې اترې کړې دي. شي ویلي چې نړيواله سوله او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ دي او نړۍ هم په ارامه نه ده.

د هغه په خبره، چين او امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او د نړۍ لومړي دوه لوی هېوادونه دي او دوی بايد نه يوازې پر مناسب مدار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لارښوونه وکړي، بلکې نړيوال مسوولیت دې پر غاړه واخلي او د نړيوالې سولې او ارامتيا لپاره دې هڅې وکړي.

Leave a reply