د آریانا کابل هوټل مالک د ونو د پرېکېدو لۀ امله ۱۳ لکه افغانۍ جریمه شو

د آریانا کابل هوټل مالک د ونو د پرېکېدو لۀ امله ۱۳ لکه افغانۍ جریمه شو
په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوټل مالک اړ کړل شو څو د ۲۶ ونو پرېکولو په جریمه کې یو اعشاریه درې میلیونه افغانۍ جریمه ورکړي او پیسې یې د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست ته ورکړل شوې.
(2022 / 3 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کابل ښاروالي وايي چې د اریانا کابل هوټل مالک یې له دې امله ۱۳ لکه افغانۍ جریمه کړی چې ددغه هوټل مخې ته يې ۲۶ ونې پرې کړې او د ښاري سرغړونې مرتکب ګرځېدلی و.
د ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه ریاست د ناحیې مسوولینو د اریانا کابل هوټل له لوري د ونو پرېکولو موضوع زرغونې سیمې ته زیان اوښتی څېړلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوټل مالک اړ کړل شو څو د ۲۶ ونو پرېکولو په جریمه کې یو اعشاریه درې میلیونه افغانۍ جریمه ورکړي او پیسې یې د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست ته ورکړل شوې.
د کابل ښاروالي ویلي، یاده اداره هوډ لري څو قانون پر ټولو یو ډول تطبیق شي څو له دې ډول ښاري سرغړونو منیوی وشي.





