لوږه او خوارځواکي؛ درېیو میاشتو کې یې د ۱۳ زره ماشومانو ژوند اخیستی

لوږه او خوارځواکي؛ درېیو میاشتو کې یې د ۱۳ زره ماشومانو ژوند اخیستی
بلخوا د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو کچه لوړه شوې ده او دوی هره ورځ سلګونه ماشومان د هېواد په ګوټ ګوټ کې په خپلو روغتونونو کې بستري کوي.
(2022/ 3 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په وروستیو ۳ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۳ زره ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ لوږه د چټکې پراختیا په حال کې ده او هره ورځ د سلګونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
دغه اداره وایي چې د روان ۲۰۲۲ کال له جنورۍ بیا تر دې دمه چې څه کم درې میاشتې کېږي د ۱۳ زره ماشومانو ژوند لوږې او له خوارځواکۍ سره اړوندو ناروغیو ترې اخیستی دی.
بلخوا د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو کچه لوړه شوې ده او دوی هره ورځ سلګونه ماشومان د هېواد په ګوټ ګوټ کې په خپلو روغتونونو کې بستري کوي.
مرستندویه بنسټونه بیا وایي دوی له افغانانو سره مرستې ته تیار دي، خو د بانکي سیستمونو په ټپه درېدل یې د چارو په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی.





