چین یو ځل بیا؛ نړۍ دې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هڅه وکړي

چین یو ځل بیا؛ نړۍ دې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هڅه وکړي
چینايي ديپلومات همدا راز ټینګار کړی چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او د نړۍ مرستو ته په تمه دی نو له همدې امله باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې او هر مستحق وګړي ته وروسول شي.
(2022 / 3 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او ددغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او ودې لپاره اقدامات ترسره کړي.
د ده په خبره امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او نړیواله ټولنه دې په دغه هېواد کې د بنسټيزې اقتصادي ودې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
چینايي ديپلومات همدا راز ټینګار کړی چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او د نړۍ مرستو ته په تمه دی نو له همدې امله باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې او هر مستحق وګړي ته وروسول شي.
چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې وه او اوس یې هم ویلي چې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي.






