د خوړو نړیوال پروګرام: د اوکراین وضعیت افغانستان کې ناورین پراخولی شي
د خوړو نړیوال پروګرام: د اوکراین وضعیت افغانستان کې ناورین پراخولی شي
د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې شیلي تکرال په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ سلنه لوړې شوې دي او د اوکراین د جګړې له شدت سره ددې توکو بیې نورې هم لوړېدلی شي.
(2022 / 3 /19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین کې د جګړو له امله افغانستان هم د خوړو له کمښت سره مخ کېدونکی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی پراخې هڅې کوي چې افغانان له لوږې او بشري ناورین وژغوري خو وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویاندې شیلي تکرال په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ سلنه لوړې شوې دي او د اوکراین د جګړې له شدت سره ددې توکو بیې نورې هم لوړېدلی شي.
هغې زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام تر دې دمه شاوخوا یو میلیارد ډالر په افغانستان کې د خوراکي توکو په مرسته لګولي دي او شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه داسې مهال د یو میلیارد ډالرو د لګولو خبره کوي، چې لا هم افغانستان له لوږې سره لاس او ګرېوان دی او لا هم زرګونه کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.