امریکایي نظامیان: بایډن د افغانستان مسئله کې وښوده چې بې کفایته دی

امریکایي نظامیان: بایډن د افغانستان مسئله کې وښوده چې بې کفایته دی
دوی همدا راز د امریکا اوسنی حکومت هم د نړۍ د وضعیت په مدیریت کې ناکام بولي او په دې باور دي چې بایډن یو کمزوری ولسمشر دی او د نړۍ د رامنځ ته شوو ناندریو د آرامولو وړتیا نه لري.
(2022 / 3 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکایي نظامیان او سیاسي فعالین په دې باور دي چې په ټوله کې په نړۍ کې په تېره بیا په اوکراین کې د اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو اصلي لامل په افغانستان کې د امریکا اقدامات دي.
د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا ددفاع وزیر کریسټوفر مېلر او د امریکا ګڼو نورو پخوانیو نظامي چارواکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې دا وښوده چې دوی د کړکیچن وضعیت د مدیریت وړتیا نه لري، نو له همدې امله په نړۍ کې ډېرې ډلې او هېوادونه دې ته هڅېدلي چې په ناندریو او جګړو لاس پورې کړي.
دوی وایي امریکا په افغانستان کې داسې اقدامات ترسره کړل، چې امریکايي پوځ او ادارات یې له شرم سره مخامخ کړل او د نړۍ وېره یې ترې لرې کړه.
دوی همدا راز د امریکا اوسنی حکومت هم د نړۍ د وضعیت په مدیریت کې ناکام بولي او په دې باور دي چې بایډن یو کمزوری ولسمشر دی او د نړۍ د رامنځ ته شوو ناندریو د آرامولو وړتیا نه لري.



