عمران خان په خپل عزم ولاړ دې، هیچاته به ټیټ نه شي: فرخ حبیب

0
161

باغی ټي وي رپورټ
داطلاعاتو اؤ نشرياتو وزیرمملکت فرخ حبيب په خپل یو بیان کې ویلي دي چې وزيراعظم عمران خان په خپله مبارزه کې په خپل عزم ثابت دى اؤ سر په سر نۀ شي زغملى.
هغه ميډيا سره خبرو کې وويل وزيراعظم عمران خان به هيڅوک هم بليک ميل نه کړي ، هغه زیاته کړه چې عمران خان په خپل عزم ولاړ دې ‎، هیچا ته به هم سر ټیټ نه کړي او او هیچا سره به هم جوړجاړي و نه کړي .
وزير ووئيل چې د منحرف غړو لپاره دا پېغام دے چې دا د چانګه مانګا د سياست دور نه دے۔فرخ حبیب وویل چې په ټولنه کې خلک ویني چې څوک له حق سره ولاړ دي او څوک له باطل سره.
هغه وويل، هغه کسان چې د ګوند د نظم او اصولو څخه ی سرغړونه کړې ، دوی بايد به ټولنې ته ځواب ووايي او دوی ته وس هم موقع شته چې خپل ووټ او ضمیر خرڅ نه کړي او بیرته خپل کور ته راشي.

Leave a reply