د پي ټي ایی یو بل ایم این اې هم د خپل ګوند څخه ناخوښي څرګنده کړې

باغی ټي وي رپورټ
د مظفرګړ حلقه این اے 186 نه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) ایم پی اے عامر طلال ګوپانګ هم د خپل پي ټي آیی حکومت څخع ناخوښي څرګنده کړې ده.
خپل ویډیويي بیان کې عامر طلال ویلي چې له بده مرغه عمران خان او د هغه ټیم په درې نیمو کلونو کې څه نه دي کړي.
نوموړي وويل، چې په تېرو درې نيمو کلونو کې يې په خپله سيمه کې هم هېڅ ډول پرمختيايي کارونه نه دي کړي چې له وجهې ی سخت مایوس دې.
ده ووئيل د عدم اعتماد په تحريک كښې ی له هيچا نه هم يوه روپۍ ه نه ده اخستې خو د حكومت ارسطو وزيران په ټي وي باندې راځي او بې بنياده تورونه لګوي، هغه اوویل چې الله به ترې پوښتنه وكړي۔
امیر طلال ګوپانګ وویل چې د عدم اعتماد په ورځ به پارلمان ته خامخا ځي او د ولس د رایو او د خپل ضمیر مطابق به پریکړه کوي.






