پیښور کې یو نرښځې په ډزو وژل شوې

0
123

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور کې يو بل نرښځې په ډزو وژل شوی دې، دا په خيبرپښتونخوا کې په روانه اوونۍ کې دريمه پيښه ده چې پکې نرښځې په نښه کیږي او وژل کیږي، ددې نه وړاندې په مانسهره کې 4 ژوبل، مردان کې يو تن وژل شوى، يو تن ژوبل شوى، د ٢٠١٥م څخه تر دې مهاله خيبرپښتونخوا کې ٩٠ څخه زيات نرښځيان په ډزو وژل شوي دي.
د یادونې ده چې په پیښور کې نرښځیانو بیا بیا احتجاجونه هم کړي او غوښتنه ی کړې چې دوی سره دې ظلم بند کړې شي، نرښځیان دې په ظلم قتلول بند کړې شي.

Leave a reply