پاره چنار ته د عمران خان دوره ځنډول شوې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع قبایلي ضلع اپر کرم هیډکوارټر پاړه چنار ته د وزیراعظم عمران خان سفر د خراب موسم له وجې ځنډول شوی دی.
ټاکل شوې وه چې وزیراعظم عمران خان به نن په پاړه چنار کې یوې جلسې ته وینا وکړي خو د خرابې هوا له کبله ی پکې ګډون ونه کړای شو.
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) ايم پي اے اقبال ميا وئيلي دي چې وزيراعظم د خراب موسم له وجې پاراچنار ته نه شي راتلې۔
د وزیراعظم د دورې د ځنډولو څخه وروستو پي ټي ایی کارکنانو د تالار نه واپس لاړل.
ياده دې وي چې د پاړه چنار پشمول د کرم ضلعې په مختلفو سيمو او ورسره نورو قبایلي سیمو کې هم د باران لړۍ روانه ده۔






