که په احتجاجي لاریون کې څوک مړ شي یا اووژل شي نو ټول به ارمان او افسوس کوو: چوهدري شجاعت

0
126

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت د حکومت لخوا د قومي اسمبلۍ د غړو د اخستلو او خرڅولو تورونه رد کړي دي.

خپل بيان کښې چوهدري شجاعت وويل چې په ټي وي او اخبارونو کې داسې خبرونه خپریږي چې د نوټونو بورۍ پرانستل شوي دي، حتي وزيراعظم هم په سندهه هاؤس کې د نوټونو د بوريو د پرانستلو يادونه کړې ده.

هغه وويل چې دا د بې اعتمادۍ لومړی تحريک دی چې په دې کې څوک رايې نه اخلي او نه ی په بل خرڅوي، هغه زیاته کړه چې دا یوه بې بنیاده او دروغ پروپیګنډه ده.

چوهدري شجاعت زیاته کړه چې حکومت تل هڅه کوي د لاریونونو مخه ونیسي خو دا لومړی ځل دی چې حکومت او اپوزیشن په یوه مسله لاریونونه کوي.

هغه وويل چې اپوزیشن د حکومت د اعلاناتو په نظر کې نيولو سره د غونډو په جوړولو ټينګار کوي.

پخواني لومړي وزیر له حکومت او اپوزیشن دواړو څخه وغوښتل چې دوی دې د لاریونونو پروګرام وځنډوي.
چوهدري اوویل او په دې خبره ی زور ورکړو چې که په دې لاریونونو کې څوک مړه شول یا اووژل شي نو بیا به ټول افسوس او ارمان کوي.
…………………………….

Leave a reply