د ا.ا.ا افغانستان کې د یونما د ماموریت د تمدید هر کلی کړی
د ا.ا.ا افغانستان کې د یونما د ماموریت د تمدید هر کلی کړی
د ا.ا مرکزي ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې ا.ا د يوناما د ماموريت غځيدل يو ښه ګام بولي او دوی دا غوښتنه لري چې په افغانستان کې د بشري او نورو ستونزو د هوارولو له پاره اغیزناکه فعاليت ولري.
(2022 / 3 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ا.ا په افغانستان کې د امنيت شورا له خوا د ملګرو ملتونو د ماموريت د مودې له غځولو هرکلی دی. د پنجشنبې په ورځ له روسیې پرته د امنيت شورا ټولو غړيو په افغانستان کې د دغه ماموريت د غځېدو لپاره مثبته رايه ورکړه.
د ا.ا مرکزي ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې ا.ا د يوناما د ماموريت غځيدل يو ښه ګام بولي او دوی دا غوښتنه لري چې په افغانستان کې د بشري او نورو ستونزو د هوارولو له پاره اغیزناکه فعاليت ولري.
هغه ویلي دوی به له یوناما سره په همغږی کار وکړي. ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر هم د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ماموریت د تمديدو هر کلی کړی دی.