عدم اعتماد تحریک، د سندهه په اړه عمران خان یوه مهمه پریکړه کړې
باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د سياسي کميټۍ د غونډې دننه کيسه مخې ته راغلې ده.
سرچينې وائي د وزيراعظم په مشرۍ کې شوې غونډه کې د مخالفو ګوندونو اؤ اپوزيشن غړو د عدم اعتماد په تحريک پشمول په بيلا بيلو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
دسرچينو ترمخه په غونډه کې عمران خان دمنحرف غړو په ضد دقانوني کارروايۍ اعلان کړى اؤ دپاکستان دتحريک انصاف سيکرټري جنرل عامرکياني اؤ دپارليماني چارو صلاح کار بابراعوان ته يې دقانوني کارروايۍ هدايت کړى دى.
سرچينې وائي وزيراعظم وئيلي دي چې هغه به دمذهبي غړو په ضد داسې ګامونه اخلي چې په راتلونکي کې به څوک د هارس ټریډنګ کولو جرات و نه کړي.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم عمران خان دټولو اپوزيشن ګوندونو دمقابلې اعلان کولو په مهال وئيلي دي چې د٢٧م مارچ په غونډه کې به اولس بدلون اووینی.
سرچينې وائي دوزيراعظم په مشرۍ کې شوې غونډه کې اکثريت برخه والو په سندهـ کې دگورنر راج دعمل مخالفت وکړو.
دسرچينو ترمخه دکورنیو چارو وزير دګورنر راج سمري وړاندې کړې چې پکې دشيخ رشيد پشمول دوه وفاقي وزيرانو دګورنر راج ملاتړ کړى او داکثريت په نظر دګورنر راج لګولو سره به قانوني سختې او ستونزې پيدا شي.
د جیو رپورټ مطابق ، سرچينې وائي چې اکثريت په دې نظر ؤ چې گورنر راول به حالات نور هم خراب کړي، په داسې حال کې چې وزيراعظم عمران خان په سندهـ کې دگورنر راج نافذولو مخالفت کړى اؤ وئيلي يې دي چې په دې معامله نور غور وشي.